محصلين

Education

با احساسه محصلين، چې د هيواد له ښوونځيو، ليسو، مدرسو او پوهنتونو څخه سرچینه اخلي، یو ناپیلی او خپلواک بهیر دی.


زمونږ په اړه:
با احساسه محصلين، چې د هيواد له ښوونځيو، ليسو، مدرسو او پوهنتونو څخه سرچینه اخلي، یو ناپیلی او خپلواک بهیر دی. چې د بهرنيو کلتوري یرغلونو پر وړاندې د هيواد د ځوان نسل د بېدار ساتلو، او له هر ډول یرغل څخه د ګران هېواد د هر اړخیزه خپلواکۍ په موخه هلې ځلې یې له لومړنیو لوړو او سترو موخو څخه دي.
-------------------------------------
د ( بااحساسه محصلین ) اړتیا:

په دې کې شک نشته چې د اسلام دمبارک دین او د افغان ولس د اصیل فرهنګ اوکلتور د پرمختګ، ساتنې او ژغورنې په موخه ډېرو مخلصینو وخت په وخت ګڼې هڅې په کار اچولې، او په دې لاره کې یې له خپل وس سره سم خدمت کړی.
مګر د ولس د هغه ځوانې برخې لپاره چې له علم او پوهې سره تړاو لري داسې کوم ځانګړی سنګر او منبر نه و چې له لارې یې خپل غږ ولس او نړۍ ته ورسوي، ځکه خو ځینو وروڼو ددې اړتیا احساس کړه چې له علم او پوهې سره تړاو لرونکي وروڼه باید په ځانګړي ډول داسې یو منبر ولري چې وکولی شي، له دې لارې له یوې خوا خپله اسلامي او ملي مینه خړوبه کړي، او له بلې خوا د هر ډول کلتوري او فرهنګي یرغل په وړاندې په ټینګ عزم، او خلاص مټ د کلکې مبارزې فرصت په لاس کې ولري.
د یادونې ده چې با احساسه محصلین له څو کلونو راهیسې په کار پیل کړی و، خو اوس اوس یې دغه کار یو څه پراخه او ګړندی کړ، هیله ده چې دغه بهیر په راتلونکي کې د مخلصو وروڼو په هڅو او زیارونو لا پسې د ښه پرمختګ جوګه وګرځي.
-----------------------------------------
بنسټیزې موخې یې:

۱ - د ولس د ځوان کهول او د اسلام د سپېڅلي دین، ګران هېواد او ویاړلي تاریخ تر منځ د مینې او درناوي اړیکي لا ټینګول او پراخول.
۲ - د علم او پوهې په ځواکمنه رڼا د ولس د دیني ارزښتونو، ملي ګټو او تاریخي ویاړونو، او د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او ژغورنه.
۳ – د هر رنګه قومي، ژبني، سمتي او مذهبي کرکو په وړاندې نه ستړې کیدونکې مبارزه.
۴ – د علم او پوهې په مټ دغیر اسلامي او غیر ملي فکرونو، پردیو ثقافتونو او کلتورونو مخنیوی.
۵ – دپوهنتون او مدرسې تر منځ د هغو کرکو او نفرتونو ریښې ایستل چې تخم یې دښمن له ډېر پخوا څخه زمونږ دولس په منځ کې په خورا مهارت كرلی، کومې چې متاسفانه نن هم زمونږ ولس په یو ډول نه په یو ډول ځوروي.
۶ – افغان ولس ته د یو خپلواک، سرلوړي، هوسا او آرام ژوند مشالونه په ګوته کول.
--------------------------------
د ( با احساسه محصلين ) د پاڼې تګلاره:
د با احساسه محصلينو ويب پاڼه، د اسلامی, ملي، علمي، روزنيزې او ناپیلې خپلواکې ویب پاڼې په توګه د لیکنو د خپرولو لپاره لاندې ټکي په نظر کې نیسي:
۱ - د بهرنيو کلتوري یرغلونو پر وړاندې د هيواد د ځوان نسل بېدار ساتل، ځوانانو ته د ځلانده راتلونکي احساس ور کول، او د زده کړو کچه يې لوړول.
۲ - د پوهنتونو، مدرسو او ښوونځيو اړوند کورنيو او بهرنيو تازه خبرونو، او مطالبو خپرولو ته د لومړيتوب حق ورکوي, او له دې پرته نور مهم خبرونه او علمي، څيړنيزې، شعري او ادبي، کلتوري، تاريخي او بېلا بېلې ليکنې هم خپروي.
۳ – د اسلامي اصولو او ملي ګټو خلاف، ژبنيو، قومي او سمتي کرکو ته هڅوونکې، له انساني کرامت او اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې، ليکنې په هيڅ ډول نه خپروي. او رښتينې سولې او سوکالۍ، ملي یووالي، خپلواکۍ او آزادۍ ته هڅوونکې ليکنې بې له ځنډه خپروي.

۴ - د هرې ليکنې لاندې د تبصرو ليکلو کړکۍ پرانستل شوې، چې د تبصرو مسؤليت یوازې ليکونکو پورې اړه لري، د یادونې ده چې د تبصرو لیکلو لپاره هم پورتني اصول په نظر کې نیول اړین دي.
۵ - په مستعارو نومونو ليکنې هم خپروي خو د ویب پاڼې ادارې ته باید د خپلو همکارانو هويت څرګند وي.
۶ - د ويب پاڼې د لا زيات پرمختګ په موخه هر ډول وړاندیزونه، مشورې او سالم انتقادونه په ورين تندي اورېدل کېږي. او د امکان په صورت کې به عملي بڼه ورکول کېږي.